دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 216371
له اوزبیکستان څخه افغانستان ته د بریښنا لیږد لس کلن تړون لاسلیک
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن ماسپښین د افغانستان او اوزبیکستان د سکتوري وزارتونو او ادارو ګډ ویډیويي کنفرانس کې چې د اوزبیکستان لومړي وزیر مرستیال ښاغلي عمرزاکوف سردار اکتومویچ، د اوزبیکستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر ، د افغانستان د ترانسپورت سرپرست وزیر، د اړوندو وزارتونو معینانو او دواړو هېوادنو سکتوري ادارو رئیسان، چې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ پراختیا، ترانزیت او انرژۍ د لیږد موضوعاتو په اړه د نظر تبادلې او خبرو اترو لپاره جوړه شوې وه، ګډون او خبرې وکړې.
دغه راز، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست  وزیر په خپلو پرانیستونکو څرګندونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د زورو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیت او انرژۍ لیږد پراخول او پیاوړي کول نه یوازې د افغانستان او اوزبیکستان په ګټه بلکه په سیمه کې ګاونډیو هیوادونو لپاره هم ګټور وګنل. ښاغلي اتمر د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د لا پراختیا غوښتونکې شو.
سربیره پردې، د ناستې ګډونوالو د سوداګرۍ او پانګوونې اړیکو پراخولو، د توکو لیږد او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارییو تیریدو، د ریل پټلۍ پروژې پیل او پلي کولو، د افغانستان او سیمې هیوادونو ته د انرژي لیږدونې، د ترانسپورتي دهلیزونو پراخولو منځنۍ آسیا هېوادونو ته، اوزبیکستان څخه افغانستان ته د بریښنا لیږد لپاره د لس کلن تړون لاسلیکول چې د اګست میاشت په ۲۰ مه چې د زمري ۳۰ مې نیټې سره سمون خوري او د سوداګرۍ وزارتونو معینانو په کچه د کاري ډلې جوړول ترڅو د مطرح شویو پروژو قانوني او تخنیکي چارې پرمخ یوسي، پرې هوکړه وکړه.
دغه راز، د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال په خپله وینا کې د اقتصادي اړیکو پراختیا، د سوداګرۍ وده او د دواړو هیوادونو د سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاو رامنځته کول مهم او ارزښتناک وباله. همدارنګه، ښاغلي اکټومویچ د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو په پیاوړي کولو کې د هېواد بهرنیو چارو وزیر مهم نقش وستایه؛ او د اوزبیکستان سوداګرۍ وزارت کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ پانګوونې ته وده ورکولو لپاره د لوړې کچې منصب یعنې د یاد وزارت معین بست رامنځته کول د خپل دولت جدي پاملرنې، نښه وبلله. ښاغلي اکټومویچ افغانستان ته د سوداګرۍ، ترانسپورت او انرژۍ همکارۍ پراخولو په پلانونو کې د خپل حکومت بشپړ ملاتړ څرګند کړ او د بهرنیو چارو وزیر ته یې بلنه ورکړه چې په نږدې راتلونکي کې اوزبیکستان ته سفر وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfevd0yw6dyma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته