دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 216378
د جرګې د پرېکړه لیک په پنځمه ماده کې د تلپاتې اوربند او له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امریکا له متحده ایالاتونو غوښتنه شوې چې د افغانستان د سولې په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي. همدارنګه د جرګې د پرېکړه لیک په دویمه ماده کې راغلي، یاده جرګه د مذاکراتو په مخ کې د خنډونو لېرکېدو او د وینې تویدنې مخنیوي لپاره د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدل تاییدوي. د دې تر څنګ د جرګې د پرېکړه لیک په اوومه ماده کې له طالبانو هم غوښتنه شوې چې د ټولو دولتي او غیر دولتي بندیانو په خوشي کېدو کې خپل مسولیت ادا کړي او ژر تر ژره هغوی ټول ازاد کړي. د اسلامي ارزښتونو، ولسواکۍ او د دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتل د دې جرګې نورې غوښتنې وې. دغه جرګه د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو برخلیک په تړاو رابلل شوي چې نن پای ته رسېږي.
https://avapress.com/vdccmeqi42bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته