دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 216382
جمهور رییس غني: د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو حکم لاسلیکوم
هغه د نن ورځې د لویې جرګې ناستې ته په وینا کې وویل، د دې جرګې پرېکړه د افغانستان د خلکو او دولت پرېکړه ده. ده زیاته کړه چې د سولې لویې مشورتي جرګې حل لاره مشخصه کړه او په وینا یې، اوس وار د طالبانو دی چې د سولې او تلپاتې اوربند لپاره خپل اراده ثابته کړي. په ورته وخت کې د دې جرګې مشر ډاکتر عبدالله عبدالله پخپلو خبرو کې وویل، یادې جرګې د سولې پر وړاندې وروستي خنډونه ټول لېرې کړل. دی ټینګار کوي چې یاده جرګه د حکومتي چارواکو له لاسوهنو پرته جوړه شوه. دا په داسې حال کې ده چې د جمهور رییس غني په وینا، ټاکل شوې چې د ۴۰۰ طالب بندیانو تر خوشي کېدو وروسته تر درېیو ورځو بین الافغاني مذاکرات پیل شي. وسله والو طالبانو هم دغو خبرو ته بشپړ چمتوالی ښودلی دی.
https://avapress.com/vdch6-nii23nzxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته