کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تیر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 اسد 1399 ساعت 14:10

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۹ تنه نور ورڅخه مړه شوي دي.


روغتیا وزارت نن یکشنبه اګست۹مه(زمري۱۹مه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۷۸۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۷ یې مثبت ثابت شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۷۱۰۶ ته پورته شوو.
له یادو پېښو څخه ۱۴ په هرات، ۶ په کندهار، ۶ تخار، ۳ ننګرهار،۱ لوګر،۳ کندز،۱ بدخشان، ۱ میدان وردګ او ۲ په هلمند ولایت کې ثبت شوي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیره شپه ورځ کې په درې ولایتونو، بلخ، ننګرهار او غزني کې د کرونا ویروس له امله ۹ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۳۲۱ تنو ته پورته شو.
همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس څخه ۸۷ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر۲۶۰۴۷ تنو ته ورسېد.
د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې رامنځته شوو.
د امریکا د جان هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې۱۹ میلیون کسان په کرنا ویروس اخته شوي او څه باندې۷۲۷زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.


د مطلب کود: 216385

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216385/تیر-۲۴-ساعتونه-افغانستان-کې-د-کرونا-ویروس-۳۷-مثبتې-پېښې-ثبت-شوي

آوا
  https://www.avapress.com