دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 216386
د پوځ لوی درستیز: پر لویې جرګې د بریدونو مخه نیول شوې
د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا وایي کابل کې د لویې جرګې په بهیر کې یې یوولس داعش جنګیالي چې پر لویې جرګې د بریدونو په څه کې وو، نیولي دي.
ښاغلي یاسین ضیا چې نن یکشنبه له لویې جرګې وروسته یې کابل کې یوې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل، چې امنیتي ځواکونو د لویې جرګې په بهیر کې همداشان یو شمیر طالبان وسله وال هم نیولي او همداشان یې ځيني د توغندي چې پر جرګې توغول کیدو لپاره چمتو شوي وو، کشف او شنډ کړي دي.
لویه مشورتي جرګه چې له تیرو دریو ورځو راهیسې کابل کې روانه وه، نن یې د هغو ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدل تایید کړل، چې حکومت یې مخالفت کاوه.
ولسمشر غني د جرګې غونډه کې وویل چې نن به د دغو طالب بندیان د خوشې کیدو حکم لاسلیک او دوی به خوشې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw0b50rhb8fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته