کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

​د پرلیکه نظرپوښتنې ۸۶ سلنه ګډونوال د لویې مشورتي جرګې له پرېکړې سره موافق دي

19 اسد 1399 ساعت 17:40

مشورتي لويې جرګې نن د يوه پرېکړه‌ليک پر بنسټ حکومت ته مشوره ورکړه چې د سولې لپاره ۴۰۰ طالب بنديان خوشي کړي.
د دې جرګې په پرېکړه ليک کې راغلي:
د مشورتي لويې جرګې ټول غړي سولې ته د رسېدو لپاره د سولې له بهير ملاتړ او هرکلی کوي او د جرګې غړي د ۴۰۰ طالبانو بنديانو خوشي کول تاييدوي.
په پرېکړه‌لیک کې زياته شوې، که چېري زندانیانو کې بهرني اتباع شامل وي، له ضمانت اخيستو وروسته دې د دوی هېوادونو ته وسپارل شي.



دغه راز پرېکړه‌لیک کې راغلي:
د مشورتي لويې جرګې غړي مهمه ګڼي څو ډاډ ترلاسه شي چې د ۴۰۰ طالب بنديانو له خوشي کېدو وروسته به مستقيم مذاکرت پیلېږي
د مشورتي لويې جرګې غړو دغه راز ژر تر ژره په افغانستان کې د دايمې اوربند غوښتنه وکړه. په پرېکړه‌ليک راغلي:
د مشورتي لويې جرګې غړي او د افغان ملت استازي ژر تر ژره په افغانستان کې د دوامدار او فوري اوربند غوښتنه کوي او په دې برخه کې بايد نړيواله ټولنه هم خپلې ژمنې عملي کړي.
جرګې دغه راز ټينګار کړی، دا ډاډ بايد ترلاسه شي، چې خوشي کېدونکي ۴۰۰ طالب بنديان بايد بيا جنګ ته لاړ نه شي او طالبان هم بايد د افغان حکومت ټول بنديان ازاد کړي.
د مشورتي لويې جرګې په پرېکړه‌ليک کې دغه راز راغلي:
د مشورتي لويې جرګې غړي ټينګار لري چې د قربانيانو د ورثه‌وو د غوښتنې په صورت کې بايد د دوی حق العبد خوندي وي.
په پرېکړه‌ليک کې زياته شوې، د افغانستان ملت او د مشورتي لويې جرګې غړي له نړيوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونیسي.
دغه راز زياته شوې:
د مشورتي لويې جرګې غړي د افغانستان له اسلامي جمهوريت او طالبانو غواړي چې ژر تر ژره تاوتريخوالی ودروي او خپل ټول مسايل يوازې د خبرو له لارې حل کړي.
په پرېکړه‌ليک کې دغه راز ټينګار شوی چې د سولې بهير کې دې د ښځو حقونه، د لږکیو حقونه، د دوو لسيزو لاسته راوړنې او يو شمېر قانوني ازادۍ خوندي شي.
مشورتي لويې جرګې دغه راز د ملي وثيقې په توګه د اساسي قانون پر خوندي پاتې کېدو ټينګار وکړ خو ويې وويل هغه کې تعديل راتللی شي.
په پرېکړه‌ليک کې راغلي:
د ملي پخلاينې عالي شورا جوړښت کې بايد ديني عالمانو، ښځو، د مدني ټولنې غړو، ځوانانو او د ټولنې د ټولو اقشارو استازو ته برخه ورکړل شي.
جرګې ټينګار وکړ چې د سولې خبرو په تړاو دې وخت پر وخت خلکو ته معلومات ورکړل شي او دغه بهير دې روڼ وساتل شي.
جرګې دغه راز له ولسمشر غني غوښتنه وکړه چې د ملي امنيتي ځواکونو هغه زنداني غړي دې خوشي کړي چې په خيانت، وظيفوي غفلت او دې ته ورته تورونو بندي شوي دي.
جرګې دغه راز د افغان ځواکونو په ساتل کېدو او لا پياوړي کېدو ټينګار وکړ.
دغه راز په پرېکړه ليک کې راغلي:
بين الافغاني خبرې دې په افغانستان کې ترسره شي چې دواړه خواوې افغانان دي او که دا ممکن نه وي په درېيم هېواد کې دې ترسره شي.
جرګې دغه راز له نړيوالې ټولنې او د اسلامي همکاريو له سازمان غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره همکاري وکړي او په افغانستان کې د جګړې د قربانيو قدر وکړي.
مشورتي لويه جرګې د درېيو ورځو لپاره کابل کې جوړه شوه او د دې جرګې اصلي مسئوليت هم دا وو څو افغان حکومت ته د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو يا نه خوشي کېدو په تړاو مشوره ورکړي. افغان حکومت ټينګار کاوه چې دا بنديان په سترو جرمونو کې ښکېل دي او ولسمشر غني یې د خوشي کولو واک نه لري.


د مطلب کود: 216408

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216408/د-پرلیکه-نظرپوښتنې-۸۶-سلنه-ګډونوال-د-لویې-مشورتي-جرګې-له-پرېکړې-سره-موافق-دي

آوا
  https://www.avapress.com