کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د سولې لویې مشورتي جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ

19 اسد 1399 ساعت 17:46

د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق په یوه ټویټ کې لیکلي، د لویې جرګې د وړاندیز له مخې به د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول به د بین‌الافغاني خبرواترو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي.
لویې مشورتي جرګې د یوه پنځه‌ویشت ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په صادرولو د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو سره هوکړه وکړه.



ولسمشر محمداشرف غني د لویې جرګې په پای‌غونډه کې وویل چې د جرګې د وړاندیز پر بنسټ به د څلور سوو طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې د یادو طالب بندیانو په خوشې کولو سره به د محمدمعصوم ستانکزي په مشري د دولت یو مرکچي پلاوی له طالبانو سره مخامخ خبرې‌ اترې پیل کړي.
لویې مشورتي جرګې چې د ۳۴ ولایتونو ۳۲۰۰ کسانو چې ۷۰۰ یې ښځینه وې، د جمعې په ورځ په کابل کې جوړه او نن یکشنبه پای ته ورسېده.


د مطلب کود: 216411

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216411/پاکستان-د-سولې-لویې-مشورتي-جرګې-پرېکړې-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com