دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 216411
پاکستان د سولې لویې مشورتي جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ
د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق په یوه ټویټ کې لیکلي، د لویې جرګې د وړاندیز له مخې به د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول به د بین‌الافغاني خبرواترو پر وړاندې شته خنډونه لرې کړي. لویې مشورتي جرګې د یوه پنځه‌ویشت ماده‌ییز پرېکړه‌لیک په صادرولو د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو سره هوکړه وکړه.

ولسمشر محمداشرف غني د لویې جرګې په پای‌غونډه کې وویل چې د جرګې د وړاندیز پر بنسټ به د څلور سوو طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم وویل چې د یادو طالب بندیانو په خوشې کولو سره به د محمدمعصوم ستانکزي په مشري د دولت یو مرکچي پلاوی له طالبانو سره مخامخ خبرې‌ اترې پیل کړي.
لویې مشورتي جرګې چې د ۳۴ ولایتونو ۳۲۰۰ کسانو چې ۷۰۰ یې ښځینه وې، د جمعې په ورځ په کابل کې جوړه او نن یکشنبه پای ته ورسېده.
https://avapress.com/vdca6inu649n6y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته