دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 216412
«یوولس داعشیان چې پر جرګې یې د برید پلان درلود، نیول شوي»


د وسله‌وال پوځ لوی درستیز محمدیاسین ضیا نن په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې په پای کې خبري ناستې ته خبرو کې وویل، امنیتي ځواکونو څو ځایه عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د داعش ډلې ۱۱ غړي او یو شمېر هغه وسله‌وال طالبان نیول شوي چې غوښتل یې پر دغې جرګه برید وکړي.
نوموړي وویل، امنیتي ځواکونو د خپلو عملیاتو په لړ کې څو دانې سکر توغندي او مزایل هم نیولي چې داعش ډلې غوښتل پر لویې جرګه یې وتوغوي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس او د سولې مشورتي لویې جرګې مشر عبدالله عبدالله هم په خپلو خبرو کې پر جرګې د بریدونو د پلان خبره وکړه او له امنیتي ځواکونو یې مننه وکړه چې دغه بریدونه یې شنډ او د لویې دسیسې مخه یې ونیوله.
د لویې جرګې لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي وو او له امله یې د کابل ښار څلورمه او پنځمه حوزې سړکونه په بشپړه توګه د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وې.
امنیتي چارواکي وايي، دغه کار د جرګې او خلکو د امنیت ساتلو په موخه شوی، خو خلک وايي له دې امله له زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.
https://avapress.com/vdcb80b55rhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته