کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوالې ټولنې له لبنان سره د ۲.۵ میلیونو یورو مرستې ژمنه وکړه

20 اسد 1399 ساعت 9:36

نړیوالې ټولنې له لبنان سره د بېروت د پېښې په خاطر د څه باندې دوه نیم سوه میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې ده.


بېروت په بندر کې تېره سې شنبه درنو چاودنو نږدې یو سل او شپېته کسان مړه کړي او څه باندې شپږ زره کسان یې ټپیان کړي دي.
که له یوې خوا د بېروت قهرجن لاریون کوونکو تر درنو چاودنو وروسته د حکومتي چارواکو په ضد پاڅېدلي له بلې خوا نړیواله ټولنه هلته د وضعې د ارامۍ او د زیانمنو د لاسنیوي لپاره هڅې کوي.
دې چاودنو د بېروت د بندر شاوخوا سیمې له منځه وړي او ګڼو انسانانو ته یې په مرګژوبلې سربېره ډېر لوی اقتصادي تاوان اړولی دی.
د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د یوې مرستیالې امینه محمد په کوربه توب پرون له لبنان سره د مرستو لپاره بېړنۍ آنلاین غونډه جوړه شوه چې په کې شپږ دېرشو ګډونوالو ولسمشرانو او چارواکو له لبنان سره د مرستو سینه وډبوله.

 
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل باید ټول سره لاس ورکړي څو لبنان ته ژر او په موقع مرستې ورسېږي.
هغه زیاته کړه: "هدف دا دی چې نن په چټکۍ او موثره توګه حرکت وشي څو زموږ مرستې څومره چې ممکنه وي په موثره توګه د لبنان خلکو ته ورسېږي."
د فرانسې او ملګرو ملتونو په ګډ کوربه توب پرونۍ انلاین غونډه کې یو شمېر لویديځو هېوادونو، اروپایی ټولنې او عرب لیګ هېوادونو له لبنان سره د مرستو ژمنه وکړه چې د مکرون په خبره د ټولو ژمنه شویو مرستو اندازه دوه سوه او دوه پنځوس میلیون او او اوه لکه یوور ته رسېږي چې په ډالرو دوه لکه کم درې سوه میلیون ډالره کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لبنان سره د مرستې د پرونۍ بېړنۍ غونډې ګډونوال و.
هغه تر غونډې وروسته د لبنان له حکومت غوښتي چې د بیروت د بندر د درنو چاودنو په اړه دې بشپړ او شفافه پلټنې وکړي.
ټرمپ همدارنګه په لبنان کې د روانو لاریونونو او د اصلاحاتو له راوستلو خپل ملاتړ ښودلی.
 
د لبنان ولسمشر میشل عون بیا د نړیوالو له خوا د بېروت د بندر د درنو چاودنو په تړاو د پلټنو غوښتنه د وخت ضایع کول بللي او پر ځای یې د لبنان په قضايه قوې غږ کړی چې ژر تر ژره دې د بېروت د چاودنو عاملین وپېژني او ویې نیسي.دې پېښې د لبنان د پلازمېنې ګڼ خلک غوصه کړي او بیا یې د حکومتي چارواکو د ناغېړۍ پر ضد لاریونونه پیل کړي.
دوی په حکومت کې د پراخو اصلاحاتو غوښتونکي دي.
لاریون کوونکي چې بېګا یې د دویمې شپې په مخه په بېروت کې لاریونونه وکړل د پولیسو او امنیتي ځواکونو له چلند شکایت کاوه او ویل یې چې پولیس او امنیتي ځواکونه دوي په ربړي مرمیو وهي او اوښکي بهوونکي ګاز پرې کاروي.
د بېروت یوې اوسېدونکې مونا حکیمي رویټرز اژانس ته په دې اړه وویل: "هغوی په موږ ګاز وکاراوه، صوتي بمونه و، مرمۍ یې فیرولې، هغه څه چې ما یې هېڅ تمه نه درلوده هغه هم له داسې یوه هېواده چې لا له مخکې یې ډېر څه له لاسه ورکړي."
د بېروت په بندر کې چاودنه د ۲۷۵۰ ټنو چاودېدونکو توکو له امله وه چې اول امونیم نایتریت یا کیمیاوي سره بلل شوې وه چې له کلونو په یوه ګدام کې ساتل کېده.


د مطلب کود: 216419

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216419/نړیوالې-ټولنې-له-لبنان-سره-د-۲-۵-میلیونو-یورو-مرستې-ژمنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com