دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 216424
افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د طالب بندیانو خوشې کیدو په تړاو د لویې مشورتي جرګې او د ولسمشر غني د پریکړو هرکلی کړی دی.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: "موږ تمه لرو چې د بندیانو د خلاصون بهیر راتلونکو څو ورځو کې بشپړ شي، د حکومت د سولې مرکچي پلاوی قطر ته سفر وکړي او بین الافغاني خبرې ژر پيل شي."
هغه ویلي چې امریکا د یو موټي، حاکمیت لرونکي او دیموکراتیک افغانستان په لټه کې دی، هغه هم له خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې، او دا چې نړۍ لپاره ګواښ نه وي.
خلیلزاد یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا په تیرو نږدې شلو کلونو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کړی او اوس هم همدا کار کوي، ترڅو دغه هیواد کې یوه دوامداره سوله تامین شي.
دا څرګندونې له هغه وروسته کیږی چې د سولې مشورتي لویې جرګې پرون په کابل کې په یوه پریکړه لیک کې د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون پریکړه وکړه.
ولسمشر غني هم د غونډې په پای کې ژمنتیا وښوده چې د جرګې ټولې پریکړې به عملي کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcewp8wejh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته