شاهين زياته کړه، د دوی ۲۱ کسيز پلاوی به د شيرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ولسمشر غني د مشورتي لويې جرګې له پرېکړهليک وروسته اعلان وکړ چې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خلاصون حکم لاسليکوي.
د مشورتي لويې جرګې په پرېکړهليک کې ولسمشر غني ته مشوره ورکړل شوې وه چې د سولې د راتګ او د بين الافغاني خبرو د ژر پيلېدو لپاره دې ۴۰۰ طالب بنديان خوشي کړي.
له بل لوري داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ټاکل شوې د افغان او طالبانو مذاکره کوونکي پلاوي خپله لومړۍ غونډه د اګسټ په ۱۶مه په قطر کې ترسره کړي.
خو تر دې مهاله افغان حکومت او طالبانو د دې خبر په تړاو څه نه دي ويلي.