دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 216433
کندهار کې ماین چاودنو ۱۷ ملکي کسان وژلي
د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په ماین چاودنو کې ۱۷ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.
یادې پېښې تېره شپه او مازدیګر مهال د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په شنه نري او تاجاو سیمو کې رامنځته شوي دي.
د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال امریکاغږ اشنا ته وویل چې ملکي خلک له یوې سیمې څخه بلې ته د تګ په حال کې و چې د وسله والو طالبانو له لوري په ښخ کړل شویو ماینونو يې د سپرلۍ موټر ور برابر شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:"د ولسي خلکو پر موټر د ماینو چاودنو دواړه پېښې ما ښام او مازدیګر د ۳ ساعتونو په توپیر یو په بل پسي رامنځ ته شوي ۹ تنه ملکي خلک چې له ښار څخه خپلې سیمې ته ستانه شوي د سپرلۍ ډاډسن موټر يې د سړک دغاړې ماین چاودنه شوې ۹ تنه پکښي وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان دي دغه راز په تاجاو سیمه کې بیا پر ټونس موټرو چاودنه کې ۸ تنه ملکي کسان وژل شوي، ماینونه وسله والوطالبانو پر لویه لار ښخ کړي وو چي ملکي خلک يې قرباني شول."
پر همدې مهال د افغانستان جمهوري ریاست د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې غندلي دي.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي چې:"پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو تروریستي بریدونه بشري ضد او نه بخښونکی جنایت دی."
ارغستان د کندهار په جنوب ختیځ سل کیلو مترۍ کې د ډيورنډ فرضي کرښې ته نژدې پرته ولسوالي ده چې د ناامنیو پېښې له تیرو دو میاشتو راهیسې پکښي زیاتي شوي دي.
دغه راز ځايي خلک وايي چې وسله والو طالبانو ګواښ ورته کړی چې د کندهار ښار او ارغستان پر عمومي پوخ «ډامبر» سړک دي تګ راتګ نه کوي.
ځايي خلک زیاته وي چي د یاد ګواښ له کبله له تیري یوې میاشتې راهیسې يې پر عمومي لار تګ راتګ نه دی کړی او پر فرعي لارو باندې د ماین چاودنو په تیره یوه میاشت کې ۳۵ ملکي کسان وژلي دي.
خپله وسله والو طالبانو د ارغستان ولسوالۍ د ملکي تلفاتو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
https://avapress.com/vdcexp8wxjh8zei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته