دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 216440
عربي هېوادونو پر ایران د بندیزونو د دوام غوښتنه کړې
شپږو عربي هیوادونو په یوه بیانیه کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې پر ایران دي لګول شوي بندیزونه وغځول شي. د راپورونو له مخې بحرین، کویټ، عمان، قطر، امارات او سعودي عربستان هغه شپږ عربي هیوادونه دي چې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتنه کړې چې پر ایران دې لګول شوي بندیزونه دوام پیدا کړي.  په بیانیه کې راغلي، د دې لپاره چې ایران په سیمه کې له ورانکارو کړنو لاس واخلي د بندیزونو دوام اړین دی.

بلخوا امریکا متحده ایالاتو هم د شپږو عربي هیوادونو له پرېکړې هرکلی کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې ویلي، د عربي هیوادونو دغه جرأت ستایي او ملاتړ یې کوي.
نوموړي ویلي، امریکا به ژر امنیت شورا ته د بندیزونو د دوام طرحه ولېږي او پر دغه هیواد به فشارونه ډېر کړي.
د یادونې ده چې د ایران او عربي هیوادونو تر منځ اړیکې وروسته ترهغه لا خرابې شوې چې په ۱۹۸۰ یم میلادي کال کې د ایران او عراق تر منځ جګړه رامنځته شوه چې څه کم اته کاله یې دوام وکړ او د ویتنام له جنګ را وروسته د ۲۰مې پېړۍ تر ټولو لوی جنګ و چې زیات وخت دوام یې وکړ.
https://avapress.com/vdcc0eqix2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته