دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 216441
کندهار کې دوو چاودنو ۱۰ ملکي وګړي ووژل
د کندهار ولایتي چاراکي وایي، د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې په دوو جلا جلا ماين چاودنو کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي. د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي خامه پرس ته وویل، دواړې پېښې تېره ورځ له غرمې وروسته د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي چې ۱۰ ملکي کسان په کې وژل شوي.

نوموړي وویل، لومړۍ پېښه د ارغستان ولسوالۍ په شنه نري سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو یو ډاټسن موټر د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو چې په پایله کې یې اته ملکي کسان ووژل شول.
هغه دغه راز وویل، دویمه پېښه هم په یاده ولسوالۍ کې د برج کلي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې دوه تنه ملکي کسان پلی روان و، د سړک غاړې پر ماین ختلي او دواړه وژل شوي.
نوموړي دغه دواړې پېښې د وسله‌والو طالبانو کار بللی، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
https://avapress.com/vdcdo90xfyt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته