کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان: د کرونا له کبله لګېدلی «ګرځبندیز» په بشپړ ډول پای ته ورسېد

20 اسد 1399 ساعت 12:21

د پاکستان مرکزي حکومت اعلان کړی چې نن له دوشنبې ورځې (اګست ۱۰مه) څخه په ټول هېواد کې د کرونا وبا له کبله لګېدلی ګرځبندیز په بشپړ ډول پای ته ورسېد او هر څوک کولی شي عادي ژوند پېل کړي.

د حکومت د پریکړې سره سم له ۸م اګست څخه سیاحتي ځایونه پرانیستل شوي بلکې له ۱۰م اګست یعنې د دوشنبې ورځې څخه به هوټلونه، ریستورانتونه، پلورنځي، سوداګریز مرکزونه، سپورتي مرکزونه، د ښارونو دننه ترانسپورت او داسې نور په ټول پاکستان کې د کرونا اصولو پلي کولو سره سم پرانیستل شي، په داسې حال کې چې ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه به لا هم تړلي وي.




په پاکستان کې اوسمهال د کرونا وبا (۱۷۷۹۱) فعال ناروغان شتون لري، چې د ۲۸۴زره له جملې څخه یې له ۲۶۰زرو زیات بیرته روغ شوي او شاوخوا ۶ زره مړه شوي دي. خو د جدي ناروغانو شمېر کم ښودل شوی دی.

د پاکستان روغتیا وزارت او حکومت د ګډې پریکړې په پایلې سره به ښوونیز مرکزونه په ځانګړي ډول پوهنتونونه د سپتمبر له ۱۵مې نیټې پرانیستل کیږي، خو په وینا یې ددې لپاره به د پوهنې وزارت لخوا په ۷م سپتمبر وروستۍ غونډه ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د کرونا وبا لومړۍ پېښه د فبروري میاشتې په ۲۴مه نېټه ثبت شوه چې د ویروس په خپریدو سره یې حکومت د ګرځبندیز پریکړه وکړه.


د مطلب کود: 216445

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216445/پاکستان-د-کرونا-له-کبله-لګېدلی-ګرځبندیز-په-بشپړ-ډول-پای-ته-ورسېد

آوا
  https://www.avapress.com