په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۰ میلیونه ته نېږدې شوی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي. په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۲۰۵ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۰۱ زره او ۴۹، په مکسیکو کې ۵۲ زره او ۲۹۸، په بریټانیا کې ۴۶ زره ۶۵۹، په هند کې ۴۴ زره او ۳۸۶، په ایران کې ۱۸ زره او ۴۲۷ او په پاکستان کې ۶۰۹۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي. دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.