کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بین الافغاني خبرې د اسد پر ۲۶مه پیلېږي

20 اسد 1399 ساعت 12:57

په پام کې ده چې د دغه بهیر تر پیل وړاندې د لویې جرګې د پرېکړې پر اساس پاتې ۴۰۰ طالب بندیان ازاد شي او تر هغه وروسته به د معصوم ستانکزي په مشرۍ د افغان حکومت پلاوی له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره دوحې ته سفر وکړي. په ورته وخت کې طالبانو هم په یوه اونۍ کې مخامخ خبرو ته بشپړ چمتوالی ښودلی. سهیل شاهین له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، که پاتې طالب بندیان ژر تر ژره خوشي شي، دا ډله په یوه اونۍ کې د مذکراتو لپاره بشپړه چمتو ده. افغان حکومت او طالبانو دواړو تایید کړې چې د یادو خبرو لومړۍ ناسته به د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې وشي.



د مطلب کود: 216449

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216449/بین-الافغاني-خبرې-د-اسد-پر-۲۶مه-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com