کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۳ وژل شویو زامنو مور:

افغانستان کې تر بل هر څه سولې ته زیاته اړتیا ده

20 اسد 1399 ساعت 12:59

هغه مور چې په یوه ځانمرګي برید کې يې درې زامن وژل شوي او یو ټپي شوی، وايي په افغانستان کې تر بل هر څه سولې ته زیاته اړتیا ده.

دا ښځه وايي چې دا او کورنۍ يې ځکه د سولې پلوي کوي چې نه‌غواړي نور خلک د دوی غوندې برخلیک سره مخامخ شي.

۴۸ کلنې مریم پر ځان شنه چادري تاو کړې ده. د کور په انګړ کې پر کټ ناسته ده او شااوخوا ورته د درې وژل شویو زامنو اته اولادونه ناست دي. د کور په یوه څنډه کې يې له یوې خټینې کوټنۍ د اور لوګی راوځي.

مریم وايې، د درې زامنو د مړینې غږ ورباندې قیامت جوړ کړ، ځمکه او اسمان‌يې نه‌پېژندل.

مریم وايي: "داسې غږ راباندې وشو، بس د قیامت ورځ وه تېره شوه. الله دې تاسې او ټول مسلمانان ترې وساتي او په موږ دې الله اسانه کړي. په غوږونو کې مې غرار و. ځمکه او اسمان مې نه‌پېژندل. په سترګو مې تور تم و. په دې نه‌پوهېدم چې شپه ده او که ورځ."


چې څلور ځوان زامن به‌یې هر سهار له کوره یوځای وتل. یوه‌یې ښوونځی وایی او درېیو نورو يې د شهیدانو بڼ مخې ته پکوړې، چپس او سوپ پلورل. هر ماښام به‌یې یو څه کور ته راوړل. ژوند يې جوړ و او خپل ماشومان پرې راټول و."
د ۲۰۱۶م کال د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه هم د مریم درې زامن لکه هره ورځ د خپل کار پر لور له کوره ووتل. سهار نهه بجې وې چې د کونړ د مرکز اسعداباد ولایت له ودانۍ سره د شهیدانو بڼ کې چاودنه وشوه او د مریم د درېیو زامنو احسان‌الله، حبیب‌الله او روح‌الله په ګډون ۱۶ کسان ووژل شول او ۴۰ نور په‌کې ټپیان شول. د مریم څلورم زوی جعفر په دې پېښه کې ټپي شوی وو.
مریم وايي، دوی د ځوانو بچو غم او د کونډو او یتیمانو پاتې کېدلو زور او ویر لیدلی او نه‌غواړي چې نورې میندې، بچي او مېرمنې د دوی غوندې له برخلیک سره مخامخ شي، نو ځکه سوله غواړي.
هغې زیاته کړه: "چې سوله وشي ښه به وي. موږ په سوله خوشحالېږو. که جنګ وي، زموږ په څېر به نورې کورنۍ هم د غم په ټغر کېني. هغوی هم خفه کېږي. په موږ خو هسې هم راغلې ده. نور دې الله د دې بد حالت نه وساتي."


د مطلب کود: 216450

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216450/افغانستان-کې-تر-بل-څه-سولې-ته-زیاته-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com