کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې د عامو خلکو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

20 اسد 1399 ساعت 13:07

د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړونده بالای سیمه کې د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ جګړه روانه ده.

د غزني د والي ویاند، وحیدالله جمعه زاده وایي جګړه درې ورځې وړاندې هغه وخت رامنځته شوې چې د طالبانو او ځایي اوسیدونکو ترمنځ د عشر او ذکات پر سر اختلاف رامنځته شو.

د غزني د والي ویاند وایي په دې جګړه کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په یاده جکړه کې د طالبانو د کمیسون د مشر په کډون دوه وسله وال وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی.

مقابل لور ته د ځایي اوسیدونکو چې منګل او ځدراڼ دي دوه تنه وژل شوي او ۴ نور یي ټپیان دي.

د دواړو خواوو ترمنځ جګړه لاهم روانه.



د مطلب کود: 216452

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216452/غزني-کې-د-عامو-خلکو-او-طالبانو-ترمنځ-جګړه-روانه-ده

آوا
  https://www.avapress.com