دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 216467
کرنې وزارت په هلمند کې ۳۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالۍ کې یې ۳۰۰ بېوزلو مېرمنو ته د کارزمینه برابره کړې ده.
دغه مېرمنې ددې ولایت په مرکز او ناوې ولسوالۍ کې په کروندو کې په کار بوختې دي.
دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د کرکېلي په پار د کورنیو باغچو په جوړولو سره برابرې شوي دي.
کومې مېرمنې چې اوس په دې ولایت کې د سبو او مېوو د کرکېلي په برخه کې فعالیت لري تر دې وړاندې په کورونو کې اوزګار ناست ول.
د هلمند د کرنې ریاست د بشري مرستو برابرولو خیریه موسسې په همکارۍ دغو مېرمنو ته د کورنیو باغچو په جوړولو سره پر دوی د سبو لس ډوله تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشلي دي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې مېرمنو ته د کارموندنې په موخه د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کورنیو بڼګیو او نوي بڼونو د جوړولو په برخه کې هم کار کوي.
د دوی په خبره ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د کورنیو باغچو وده او پراختیا او د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ دی.
https://avapress.com/vdcb00b5zrhb8ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته