دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۵۹
د مطلب کود : 216471
سهيل شاهين: د بين الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو د عباس ستانکزي په مشرۍ دوحه کې ترسره کيږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» وایي، که له پنځه زره کسیز لست څخه پاتې طالب بندیان خلاص شي، دوی تیار دې د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.
شاهین دغه څرګندونې له «بي بي سي» سره په خپله تازه مرکه کې کړې.
نوموړي ویلي، چې که ددوی له پنځه زره کسیز لست څخه پاتې بندیان  خلاص شي، دوی چمتو دي د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني، چې لومړی دور به یې په قطر کې ترسره کېږي «د خبرو لومړی پړاو به په قطر کې وي او تر هغه وروسته به د دواړو لورو په خوښه بل ځای ټاکل کېږي، مشري یې ستانکزی صاحب کوي، هغه له امریکایانو سره د مذاکراتو په مهال هم مذاکراتي ټیم مشر وو.»
شاهین ددې تر څنګ د مشورتي لویې جرګې له لوري د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه یوه ښه ګام وباله؛ خو په خبره یې یاده جرګه مشروعیت او قانوني حیثیت نه لري.
د  جګړې د شدت د کموالي په اړه شاهین یاده کړه، چې دوی تر خپله وسه د جګړې ګراف راټيت کړی، په لویو ښارونو کې یې بریدونه دي کړي او د لویو ښارونو مرکزونه يې نه دي نیولي.
د اوربند په تړاو د خبریالې د پوښتنې په جواب کې نوموړي وویل، چې اوربند د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا یوه برخه ده، چې د طالبانو او امریکا په توافقنامه کې يې یادونه راغلې او د افغانانو د خپلمنځي خبرو په مهال  به بحث ورباندې کېږي.
د شاهین له قوله، طالبانو تل د سولې لپاره ښه نیت ښکاره کړی او د قطر دفتر یې په همدې موخه خلاص کړی چې د افغانستان قضیه له سیاسي لارې حل کړي.
شاهین داسې مهال د بین الافغاني مذاکراتو د لومړي پړاو ځای مشخصوي، چې نن په کابل کې د حکومت مشر «اشرف غني» له لوري رابلل شوې جرګې د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه وکړه او ورپسې حکومت مشر یاده کړه، چې دی به د یاد شمېر بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په بیا، بیا ویلي وو چې جرګه د سولې پروسه کې د ځنډ او خنډ لپاره رابلل کېږي او ددوی بندیان باید د دوحې د توافقنامې مطابق خلاص شي؛ چې په تعقیب یې دوی چمتو دي بین الافغاني خبرې پيل کړي.
https://avapress.com/vdcgu39xqak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته