کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي محصلینو اعتراض وکړ

20 اسد 1399 ساعت 16:07

هغوي نن په پرېس کلب کې د يو اعترضيه کنفرانس پر مهال وويل، د سلګونو محصلينو لپاره درې ملي بسان شته چي محصلين خپلو درسونو ته رسېدګي نه شي کولای او په زيات شمېر مسافر محصلين شته چي اقتصاد یې خورا کمزوری دی. دغو محصلينو وويل، د ټرانسپورټ او نورو اړينو امکاناتو نشت د درس پرېښودو ته اړ کړي . هغوی وايي، که يې درسي ځاي پخواني ځاي ته نقل نشي، درسونو ته نه ورځي.


د کرنې پوهنځي ښځینه محصلینې هم د ځای د لېري والي او منظم ټرانسپورټي سیسټم له نشت څخه شکایت کوي او وايي چي کورني يې اجازه نه ورکوي، چي د درس لپاره اووه ساعته له کور څخه ووځي. دوی وايي، درې ساعته یوازې تګ راتګ نیسي او څلور ساعته درس وايي. دوی له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کوي چي د زراعت پوهنځی بیرته د کندهار عمومي پوهنتون ته انتقال کړي. د زراعت پوهنځي محصلین څرګندوي چې تر زراعت ملي پوهنتون پورې شاوخوا ۴۵ کیلومټره لاره ده چي د لارې د بندېدو تر څنګ امنیتي وېره هم شته. د دوی په خبره، د لارې په اوږدو کې د کندهار مهم امنیتي ارګانونه لکه ولایت مقام، امنیه قومنداني، ملي امنیت ریاست او ۲۰۵ اتل قول اردو شتون لري، چي د لویو بریدونو خطر ورسره تړلی دي. خو د زراعت ملي پوهنتون مسولین وايي، له محصلینو سره يې پر ستونزو څو ځله بحث کړی او د دوی د ستونزو د حل لپاره يې له مرکزي ادارې سره هم خبري کړي دي. د زراعت پوهنتون علمي مرستیال فواد احساس کلید ته وویل، محصلینو ته يې په زراعتي پوهنتون کې د کښت کولو زمینه هم برابره کړې، څو د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې هم وکړي او خپلې اقتصادي ستونزې هم د همدې لاري حل کړي. په کندهار کې زراعت ملي پوهنتون شاوخوا اووه کاله مخکې پرانیستل شو، چي پکي به د ماسټرۍ تر کچي زده کړې پکي کېږي.


د مطلب کود: 216477

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216477/د-کندهار-پوهنتون-کرنې-پوهنځي-محصلینو-اعتراض-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com