د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د هوایي دهلېزونو له لارې د هېواد په صادارتو کې د تېر کال په پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی راغلی.
د هوایي دهلېزونو له لارې صادارت زیات شوي
د صدای افغان خبری آژانس , 20 اسد 1399 ساعت 17:26
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د هوایي دهلېزونو له لارې د هېواد په صادارتو کې د تېر کال په پرتله ۲۹ سلنه زیاتوالی راغلی.
دغه وزرات وایي، په تېرو اوو میاشتو کې د هوایي دهلېزونو له لارې د هیواد په صادراتو کې په کافي اندازه زیاتوالی راغلی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کرونا وایروس راوروسته د هوایي دهلېزونو له لارې هند او اماراتو ته د افغانستان صادارت بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلي او په خبره یې هیله شته چې له نورو هیوادونو ته هم د افغانستان صادرات بېرته پيل شي.
د يادولو ده چې نړۍ کې د کرونا وايروس خپرېدو د نورو بنديزونو تر څنګ د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزيت کچه هم راټيته کړه.
د مطلب کود: 216480