دغه وزرات وایي، په تېرو اوو میاشتو کې د هوایي دهلېزونو له لارې د هیواد په صادراتو کې په کافي اندازه زیاتوالی راغلی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کرونا وایروس راوروسته د هوایي دهلېزونو له لارې هند او اماراتو ته د افغانستان صادارت بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلي او په خبره یې هیله شته چې له نورو هیوادونو ته هم د افغانستان صادرات بېرته پيل شي.
د يادولو ده چې نړۍ کې د کرونا وايروس خپرېدو د نورو بنديزونو تر څنګ د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزيت کچه هم راټيته کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس