کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د همېشه بهار سب سټېشن ظرفیت ۹۶ میګاواټه ته پورته کیږي.

20 اسد 1399 ساعت 17:19



د ننګرهار برېښنا شرکت مسؤلین وایي، له یو شرکت سره یې قرارداد کړی چې له مخې به یې د راتلوونکو پنځو میاشتو په موده کې د همیشه بهار حوزوي سب سټیشن ظرفیت له شپيتو څخه ۹۶ میګاواټو ته لوړ کړي.

د ننګرهار له رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه ریاست د عملیاتي مرستیال له قوله راغلي، چې  د همیشه بهار حوزوي سب سټیشن ۷۶ میګاواټه ظرفیت لري چې له مخې يې ۶۰ میګا واټه بریښنا د خلکو په واک ورکړې او  د یاد سب سټیشن ظرفیت په لوړیدو سره به شل میګاواټه نوره برېښنا هم خلکو ته ورکړي .

د خبرپاڼې په وینا ، د یاد سب سټېشن ظرفیت په لوړیدو سره به د ترانسپرمرونو د ګرمېدو له امله د برېښنا د درې ساعته پرچاوۍ مخنیوی هم وشي .


د مطلب کود: 216487

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216487/د-همېشه-بهار-سب-سټېشن-ظرفیت-۹۶-میګاواټه-ته-پورته-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com