د ننګرهار برېښنا شرکت مسؤلین وایي، له یو شرکت سره یې قرارداد کړی چې له مخې به یې د راتلوونکو پنځو میاشتو په موده کې د همیشه بهار حوزوي سب سټیشن ظرفیت له شپيتو څخه ۹۶ میګاواټو ته لوړ کړي.
د ننګرهار له رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه ریاست د عملیاتي مرستیال له قوله راغلي، چې د همیشه بهار حوزوي سب سټیشن ۷۶ میګاواټه ظرفیت لري چې له مخې يې ۶۰ میګا واټه بریښنا د خلکو په واک ورکړې او د یاد سب سټیشن ظرفیت په لوړیدو سره به شل میګاواټه نوره برېښنا هم خلکو ته ورکړي .
د خبرپاڼې په وینا ، د یاد سب سټېشن ظرفیت په لوړیدو سره به د ترانسپرمرونو د ګرمېدو له امله د برېښنا د درې ساعته پرچاوۍ مخنیوی هم وشي .