دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۲
د مطلب کود : 216489
د افغانستان سره په پوله د پاکستان د بلوچستان ایالت د سرحدي ښار چمن په مال روډ کې ندا مارکیټ ته څېرمه په یوه دولتي موټر چاؤدنه شوې . چاودنه نن د دوشنبې په ورځ شوې چې پکې پينځه تنه وژل شوي او لږ تر لږه لس تنه نور ژوبل شوي دي. د پاکستاني طالبانو د حزب الاحرار ډلې ویاند ډاکټر عبدالعزیز یوسفزي د چاؤدنې مسؤلیت منلی د ده په وینا چاودنه د پاکستان د استخباراتي ادارې په یوه موټر شوې چې پکې د یادې ادارې د یوه افسر په ګډون پنځه تنه وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي 

د چمن د روغتون چارواکو په چاؤدنه کې د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی، چارواکو ويلي روغتون ته پينځه جسدونه او لس تنه ژوبل راوړل شوي دي.

د چمن يو پوليس چارواکي ویلي، د چمن په مال روډ شوې دا چاؤدنه د موټر سايکل د لارې شوې په موټر سايکل کې چاؤدېدونکي مواد ځای پر ځای شوي ؤ.

هغه ويلي په چاودنه کې د نشه يي توکو پرضد ادارې ګاډی په نښه شوی او په ګاډي کې سپاره دوه تنه پکې ژوبل شوي هم دي.

پوليسو ويلي سیمه يې په ګېره کې اخستې، پلټنې يې پېل کړي او د چاؤدنې په اړه ټول مالومات راټولوي.

چارواکي وايي د چاؤدنې له امله په ځای ولاړ پينځه موټر سايکلې ویجاړې شوي او چاپېره دوکانونه هم اغېزمن شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په ياد ځای له دې وړاندې هم درې ځله چاؤدنې شوي دي چې زیاتره یې د دولتي مامورینو موټرې په نښه او مرګ ژوبله یې اړولې.
https://avapress.com/vdcfcvd01w6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته