کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان سکانو ۱۸۰ کسيزه ډله سبا هند ته روانېږي

21 اسد 1399 ساعت 10:39

سبا چهارشنبه د افغان سکانو يوه بله ډله هم هند ته لاړه شي. دوی ته هند ۶ مياشتينۍ لنډمهالې ويزې ورکړې دي.

د هند حکومت ويلي، په دې ډله کې ۱۸۰ کسان شامل دي او سبا چهارشنبه د هند پر لور حرکت کوي.

د رسنيو د راپورونو له مخې په دې کسانو کې د هغو ۲۵ کسانو خپلوان هم شامل دي چې کابل کې په يوه چاودنه کې وژل شوي وو.

تر دې وړاندې هم ۱۱ افغان سکان په لومړۍ ډله کې هند ته ستانه شوي وو.

له هغه وروسته چې په افغانستان کې په افغان سکانو يو شمېر بريدونه ترسره شول، هندي حکومت پرېکړه وکړه چې دوی ته د هند ويزې او وروسته تابعيت ورکړي.



د مطلب کود: 216494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216494/د-افغان-سکانو-۱۸۰-کسيزه-ډله-سبا-هند-ته-روانېږي

آوا
  https://www.avapress.com