دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 216495
په کابل کې ماین چاودنې درېیو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د کابل د ۱۱مې امنیتي حوزې په سیمه کې په یو هایلکس موټر شوې ده . د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي‌ دي. د کابل پولیسو د پیښې پخلی کړی دی. د کابل پولیسو ویلي‌ دي‌ چې دا چاودنه د مقناطیسي بم له امله رامنځته شوې ده.


د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار اووه بجې د یولسمې حوزې په مربوطاتو کې د خیرخانې د نوې پروژې سړک په سیمه کې پر یو هایلکس موټر د ماین چاودنه شوې ده. دی زیاتوي چې په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، د پېښې انګېزه معلومه نه ده او پولیس د دې پېښې څېړنه کوي. تر اوسه د برید مسولیت کومې وسله والې ډ‌لې پر غاړه نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdccoeqip2bqs08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته