کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له هېواده بهر ته د غالیو صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی

21 اسد 1399 ساعت 9:48

د غالیو تولیدي او صادراتي ټولنې مسوولینو له هېواده بهر ته د غالیو په صادراتو د پام وړ کموالي په هکله خبر ورکړ.

په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو سره جوخت په بېلابېلو برخو کې د کاروبار د درېدو تر څنګ، د غالیو صنعت هم سخت زیانمن شوی دی.




د غالیو د توليدي او صادراتي ټولنې مسوولین وايي، په تېرو ۵ میاشتو کې شاوخوا لس زره متر مربع غالۍ بهر ته صادر شوي په داسې حال کې چې دغه شمېر د تېرکال په همدې موده کې څه باندې ۶۰ زره متر مربع غالیو ته رسېد.
د کابل غالیو د تولیدي او صادراتي ټولنې مرستیال دلجم منان قاسمي وايي:«زموږ ستونزې زښته زیاتې دي د کورونا ویروس له خپرېدو موږ ډېر کم صادرات لرل او اوس هم زموږ صادرات په ټپه درېدلي دي.»
د کورونا ویروس په خپرېدو سره د غالیو اوبدونکو د عوایدو د کمېدو لامل هم شوی دی.
ځينې کارګران وايي، د کورونا ویروس له خپرېدو مخکې په ورځ کې یې سل افغانۍ تنخوا اخیسته؛ خو اوس د غالیو د لس ساعته اوبدلو په بدل کې ۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.
غالۍ اوبدونکې جانانه وايي:«له کورونا مخکې ښه و موږ مترانه کار کاوه موږ ته یو څه جوړېدل، خو اوس خپل لګښت هم نه شو ترلاسه کولای.»
بله غالۍ اوبدونکې مرضیه هم وايي:«موږ له حکومته غواړو چې زموږ ستونزې په پام کې ونیسي او په دې برخه کې مرسته وکړي.»
له دې سره سم، د غالیو یو شمېر صادرونکي وايي، د غالیو د صادراتو له کمښت سره جوخت، شاوخوا ۲۰۰ زره متر مربع غالۍ په هېواد کې سر په سر شوي او د هېواد د غالیو د صادراتو له درېدو سره هم مهاله، د غالیو په بیو کې هم تر ۳۰ سلنې کمښت راغلی دی.
په قلعه قاضي کې د غالیو د اوبدلو کارخونې څېښته حفیظ الله وویل:«ننګونې زیاتې دي موږ حتا خپلو کارګرانو ته د هغوی حقوق چې روزمزد دی نه شي ورکولای او موږ د خپلو کارګرانو له معاشونو پوروړي یوو.»
د غالیو صادرونکي وايي، دمګړۍ هم د هېواد ۹۰ سلنه غالۍ د مینځلو، قیچي او معیاري بسته بندۍ لپاره پاکستان ته لېږدول کېږي  او بیا د پاکستان په نامه د نړۍ بازارونو ته صادرېږي.
د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان د غالیو د هر متر مربع بیه تر ۳۰۰ ډالرو پورې ده.

 
د غالیو د تولیدي او صادراتي ټولنې مرستیال، دلجم منان قاسمي په دې اړه وویل؛ د غالیو تولیدي او صادراتي ټولنه هم وایي چې د کرونا ویروس د خپریدو له مهاله تراوسه، د غالیو د صادراتو پر وړاندې ځمکنۍ او هوایي ټرانزیټي لارې بندې او ډیر شمیر غالۍ په تولیدي شرکتونو کې پاتي او دوی د غالیو اوبدونکو د امتیاز د ورکړې وس نلري.
د هغه په وینا، دا د دې لامل شوي چې د غالیو تولید تر ۵۰ سلنه ډیر لږ کړی دی.
دې ټولنې، حکومت د غالیو د صادراتو په برخه کې د سمې زمینې د برابرولو په برخه کې په پاتې راتلو تورن کړ او ټینګار یې وکړ که دا حالت دوام ومومي، په هیواد کې د غالۍ اوبدنې صنعت به له ماتې سره مخ شي.
غالۍ د افغانستان لرغوني صنایعو څخه دي چې په لاس اوبدنې له کبله، ګران بیه او په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري.
د هیوادنۍ غالۍ د جوړولو مواد مخکې له دې په اومه توګه له هیواد څخه پاکستان او له هغه ځایه د پاکستاني غالیو په نوم نړیوالو بازارونو ته وړاندی کیده خو حکومت توانیدلی چې تر یوه کچه د دی مخنیوی وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې غالیو د سوداګرو پانګونې سره، اوس په هیواد کې ټول لومړني ګارونه بشپړ او د هوایي دهلیز له لارې د افغانستان د غالیو په نوم د نړۍ هیوادونو ته صادریږي.


د مطلب کود: 216503

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216503/له-هېواده-بهر-ته-د-غالیو-صادراتو-کې-پام-وړ-کموالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com