يران د مشورتي لويې جرګې له پرېکړو هرکلی کړی او د بينالافغاني خبرو کوربهتوب ته يې چمتووالی ښودلی.
د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي ابراهيم طاهريان ویلي، دغه هېواد د افغانستان د ګاونډي په توګه چمتو دی چې د بينالافغاني خبرو کوربهتوب وکړي.
طاهريان هيله څرګنده کړې چې افغانستان کې روانې جګړې ودرېږي او اوربند ټينګ شي. نوموړي ويلي، ايران د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هيله څرګندوي چې لږ تر لږه د بينالافغاني خبرو د يوې برخې کوربهتوب ورکړل شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، تر دې مهاله ۱۲ هېوادونو د بينالافغاني خبرو کوربهتوب ته چمتووالي ښودلی خو ټاکل شوې د دې خبرو لومړی پړاو ډېر ژر په دوحه کې پيل شي.