دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 216509
جمهور رییس غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان لاسلیک کړ
دغه فرمانونه د افغانستان د اساسي قانون د ۶۰ مادې په ۱۸ مې فقرې کې د مندرج حکم له مخې او د مشورتي لویې جرګې د غړو د غوښتنې پر بنسټ د جمهور رییس له لوري لاسلیک شول. په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، هغه پوځیان چې تر پنځه کاله پر بند محکوم شوي، د جزایي اجرااتو د قانون د ۳۵۰ مې مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون د احکامو له مخې د هغوی د بند پاتې مودې په پام کې نیولو پرته دې ازاد شي. ټاکل شوې چې د همدغه حکم له مخې د طالبانو پاتې ۴۰۰ بندیان هم ازاد شي او د روانې زمري یا اسد میاشتې پر ۲۶مه نېټه به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي. د دغو خبرو لومړۍ ناسته به د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې وشي.
https://avapress.com/vdciuqar3t1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته