کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رییس غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادولو فرمان لاسلیک کړ

21 اسد 1399 ساعت 10:49

دغه فرمانونه د افغانستان د اساسي قانون د ۶۰ مادې په ۱۸ مې فقرې کې د مندرج حکم له مخې او د مشورتي لویې جرګې د غړو د غوښتنې پر بنسټ د جمهور رییس له لوري لاسلیک شول. په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، هغه پوځیان چې تر پنځه کاله پر بند محکوم شوي، د جزایي اجرااتو د قانون د ۳۵۰ مې مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون د احکامو له مخې د هغوی د بند پاتې مودې په پام کې نیولو پرته دې ازاد شي. ټاکل شوې چې د همدغه حکم له مخې د طالبانو پاتې ۴۰۰ بندیان هم ازاد شي او د روانې زمري یا اسد میاشتې پر ۲۶مه نېټه به د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې پیل شي. د دغو خبرو لومړۍ ناسته به د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې وشي.



د مطلب کود: 216509

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216509/جمهور-رییس-غني-د-۴۰۰-طالب-بندیانو-ازادولو-فرمان-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com