کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان کابینې د ښوونځیو د حضوري درسونو پیلېدو طرحه تصویب کړه

د صدای افغان خبری آژانس , 21 اسد 1399 ساعت 11:20

د ولسمشر غني په مشري د کابینې غونډې د دولتي او خصوصي ښوونځیو د حضوري درسونو پیلېدو طرحه تصویب کړه.


تیره شپه د اګست۱۰مه(زمري۲۰مه) له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د کابینې طرحه د روغتیايي دستور العملونو په رعایتولو سره د راتلونکي وږې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تائید شوه.
په اعلامیه کې راغلي:"د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه د دولتي ښوونځيو د یوولسم او دولسم ټولګیو، د شپنیو لېسو له اووم تر دولسم ټولګیو او د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دولسم ټولګیو پورې د حضوري درسونو د پیل په اړه د کابینې طرحه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي دستورالعملونو په رعایت کولو سره د ۱۳۹۹ کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تصویب کړه."
دا چې په دولتي ښوونځیو کې به له یوولیسم ټولیګو څخه د ټيټو ټولیګو حضوري درسونه کله پيل شې معلومه نه ده.
په افغانستان کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته شااوخوا پنځه میاشتې مخکې د هیواد ټول تعلیمي مرکزونه رخصت شول.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت تر دې مخکې ویلي و چې د تعلیمي مرکزونو پرانیستلو پرمهال باید روغتیايي لارښوونې په نظر کې ونیول شي.
افغان کابینې د روانې زمري میاشتې پر ۱۴مه د پوهنتونونو د حضوري درسونو طرحه هم تائید کړه.


د مطلب کود: 216510

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216510/افغان-کابینې-د-ښوونځیو-حضوري-درسونو-پیلېدو-طرحه-تصویب-کړه

آوا
  https://www.avapress.com