خو نهه دقيقې وروسته ټرمپ بېرته غونډې ته راستون شو او د کرونا پر وړاندې د مبارزې برخه کې يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ.
نوموړي د پېښې په تړاو وويل:
ساتونکو مې پر يوه مشکوک کس ډزې وکړې، حالت تر کنټرول لاندې دی.
وروسته د امريکا د پټو خدماتو ادارې پر ټوېټر وويل، د سپينې ماڼۍ ديوال ته نېږدې ډزې وشوې او په پايله کې يې د دې ادارې يو کارکوونکی او بل نارينه ټپيان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
دغه راز دې ادارې ويلي، د سپينې ماڼۍ انګړ ته څوک نه دي دننه شوي او د دې ماڼۍ کارکوونکو ته هم زیان نه دی اوښتی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس