کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ له خبري غونډې وتښتېد

د صدای افغان خبری آژانس , 21 اسد 1399 ساعت 12:02

د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ هغه مهال له يوې خبري غونډې وتښتېد چې کنفرانس ته نېږدې ډزې وشوې.


خو نهه دقيقې وروسته ټرمپ بېرته غونډې ته راستون شو او د کرونا پر وړاندې د مبارزې برخه کې يې خپلو خبرو ته دوام ورکړ.
نوموړي د پېښې په تړاو وويل:
ساتونکو مې پر يوه مشکوک کس ډزې وکړې، حالت تر کنټرول لاندې دی.
وروسته د امريکا د پټو خدماتو ادارې پر ټوېټر وويل، د سپينې ماڼۍ ديوال ته نېږدې ډزې وشوې او په پايله کې يې د دې ادارې يو کارکوونکی او بل نارينه ټپيان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
دغه راز دې ادارې ويلي، د سپينې ماڼۍ انګړ ته څوک نه دي دننه شوي او د دې ماڼۍ کارکوونکو ته هم زیان نه دی اوښتی.


د مطلب کود: 216520

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216520/ټرمپ-له-خبري-غونډې-وتښتېد

آوا
  https://www.avapress.com