دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 216527
هرات کې نامعلومو وسله‌والو دوې ښځې وژلې
د هرات ولايتي چارواکي وايي، دې ولايت کې يوه وسله‌وال بريد کې دوه ښځې وژل شوې دي.
د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد خامه‌پرس ته وويل، تېره ورځ مازديګر هرات ښار کې دوې ښځې په زرنج کې سپرې وې چې د نامعلومو وسله‌والو له لوري پرې ډزې شوې او دواړه وژل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، په دې پېښه کې د زرنج چلوونکی ټپي شوی دی.
فرهاد زياته کړه، د دې پېښې په تړاو د پوليسو پلټنې پیل شوې دي او لومړنۍ موندنې ښيي چې پېښه ترهګريز اړخ نه لري.
نوموړي په دې تړاو نور جزيات ور نه کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcirqaryt1azw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته