دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 216528
خوست کې ماين چاودنې دوه ماشومان ووژل او يو يې ټپي کړ
د خوست امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې دوه ماشومان وژلي او يو يې ټپي کړی دی.
د خوست د پوليسو وياند عادل حيدر وايي، دغه پېښه پرون د موسی‌خېلو ولسوالۍ په ملنګي سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي د ماين ځای پر ځای کول د حکومت د وسله‌والو مخالفينو کار وباله خو تر دې مهاله کومې وسله‌والې ډلې په دې تړاو څه نه ويلي.
افغانستان کې ډېری وخت ملکي وګړي د ماين چاودنو، مخامخ نښتو او هوايي بريدونو قرباني کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcj8me8ouqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته