کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکمتیار: امریکا د افغان چارواکو له لوري د واکمنې ددې دورې د پوره کېدو غوښتنه رد کړې ده

21 اسد 1399 ساعت 13:45

امریکا د افغان چارواکو هغه غوښتنه رد کړې، چې د دوحې توافقنامې دعملي کېدو په مقابل کې یې د اوسني حکومت د پنځه کلنې دورې د پوره کېدو تضمین غوښت.


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کېدل ځکه وځنډېدل، چې افغان چارواکو غوښتل له امریکا دا ژمنه واخلي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به د اوسني حکومت د پنځه کلنې دورې له پوره کېدو سره مخالفت نه کیږي، خو امریکا دا غوښتنه رد کړې ده.
د حزب اسلامي مشر وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی و، چې که د طالبانو پاتې بندیان ازاد نه کړي، نو امریکا به په خپله اقدام وکړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د طالبانو د ۴۰۰ بندیانو خلاصون ځکه جنجالي شو چې افغان حکومت یې د ازادېدو په مقابل کې له امریکا څخه د اوسني حکومت د پنځه کلنې کاري دورې د پوره کېدو تضمین غوښت.
نوموړی وایي د امریکا له لوري د طالب بندیانو د خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو لپاره نیټه هم ټاکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مشورتي لویې جرګې یوشمېر غړو کابل نیوز ته وویل، چې یوشمېر حکومتي مامورین په مستقیم او غیر مستقیم ډول هڅه کوي ، چې د جرګې غړي وهڅوي څو په پریکړه لیک کې د اوسني حکومت د پنځه کلنې دورې د پوره کېدو موضوع هم ځای کړي،خو داسې ښکاري چې د جرګې غړو ورسره مخالفت کړی.


د مطلب کود: 216535

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216535/حکمتیار-امریکا-د-افغان-چارواکو-له-لوري-واکمنې-ددې-دورې-پوره-کېدو-غوښتنه-رد-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com