دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 216544
په افغانستان د پولیو یا ګوزڼ واکسین بهیر چې د کرونا ویروس خپرېدو له کبله د څو میاشتو لپاره درول شوی وو، روانه زیږدیزه میاشت کې پیل شي. د یونیسف خبرپاڼه کې چې نن(سې شنبې د زمري په ۲۱مه نېټه) خپره شوې ده په کې راغلي دي چې د روان ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د واکسین درېدو موده کې په افغانستان کې د ګوزڼ د ۳۴ پېښو د ثبت خبر ورکړل شوی دی.


خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د واکسین بهیر به افغانستان او پاکستان  کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره له روغتیايي تابیاوو سره ترسره شي او دواړو هېوادونو کې به کابو ۵۰ میلیونه ماشومان واکسین شي.
خبرپاڼه وايي:«‎په افغانستان او پاکستان کې د واکسیناسیون فعالیتونه د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې ماشومانو، والدینو او واکسیناتورانو ته د  کووید – ۱۹ ناروغۍ د خپریدو د ګواښ د مخنیوي په خاطر ودرول شول. په پایله کې، په افغانستان او پاکستان کې رپوټ شوې پیښې په ترتیب سره په هر یو هیواد کې ۳۴ او ۶۳ پیښو ته د هغو سیمو په ګډون چې مخکې د پولیو څخه پاکې وی، ورسیدې.»
د سویلي آسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز مشر، جین ګوف ويلي دي:«که چېرې ماشومان باید له یوه بل روغتیايي بیړني حالیت سره مخ کېدو نه وژغورل شي نو دغه ژوند ژغورونکي واکسین خورا مهم دي"، نوموړي زیاته کړه. "دا ځکه چې نړۍ اوس ډیره ښه پوهه شوې ده چې وایروسونه پولې نه پېژني او تر څو چې هر ماشومان خوندي شوی نه وی، یو ماشوم هم خوندي نه دی.»
پولیو یوه ساري، فلج کوونکی او ځینې وختونه وژونکې ناروغي ده چې یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کیږي.
https://avapress.com/vdchk-nik23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته