دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 216549
روسيې د کرونا ضد واکسين جوړ او اعلان کړ
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، دغه هېواد تر ټولو وړاندې د لومړي ځل لپاره د کرونا وايروس ضد واکسين جوړ کړ.
رويټرز خبري اژانس وايي، روسيه لومړی هېواد شو، چې د کرونا ضد واکسين جوړولو بهير يې بشپړ کړ.
له بل لوري پوتين ويلي، روسيه وتوانېده چې له دوو مياشتو په کمه موده کې د واکسين جوړولو ټول پړاوونه بشپړ کړي او پر انسانانو يې هم تطبيق کړي.
نوموړي ويلي، دوی نن سهار د کرونا پر وړاندې لومړنی واکسين رسماً ثبت کړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcc0eqio2bqsp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته