دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 216557
له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوي سرتیري هم ازادېږي
د زندانيانو د چارو تنظيم ادارې وياند فرهاد باياني بيا وايي، د امنيتي او دفاعي ځواکونو د خوشې کولو فرمان یې ترلاسه کړی او پر ډيټابېس یې کار کوي، څو شمېر او نور مسايل یې ژر په ډاګه شي. باياني کليد ته وويل: «زموږ همکارانو د امنيتي او دفاعي ځواکونو د خوشي کولو په تړاو د جمهور رییس غني فرمان ترلاسه کړی، پر ډيټابېس یې کار کوو چې ټول مسايل او د دغو سرتيرو شمېر ژر په ډاګه شي دا مسايل چې په ډاګه شول بيا به یې له رسنيو سره شريک کړي.» د سولې مشورتي لویې جرګې ګډونوالو د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کېدو ترڅنګ له جمهور رییس وغوښتل، څو هغه سرتېري هم له بنده خوشې کړي چې له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول شوي وو. د ولسي جرگې غړي نعمت‌الله کرياب چې د يادو امنيتي او دفاعي ځواکونو موضوع د سولې په مشورتي لویې جرګې کې مطرح کړې او د دوی پر خوشې کېدو یې ټينګار کړی و وايي، دا هغه سرتېرې دي چې له طالبانو سره د همکاري او وظيفوي غفلت په تور نيول شوي وو.
دی زياتوي، کله چې طالبان خوشي کېږي، نو امنيتي او دفاعي ځواکونه چې يوازې له دې ډلې سره د همکارۍ تور پرې لګېدلی و، بايد خوشي شي. کریاب کليد ته وويل: «ما په خپله دا موضوع د سولې په مشورتي لویه جرګه کې مطرح کړه او دولسو کمېټو ته ورغلم او دا مسله مې شريکه کړه چې د ۴۰۰ طالب بنديانو سره بايد هغه امنيتي او دفاعي ځواکونه هم خوشي شي چې له طالبانو سره يا د همکارۍ او يا هم د وظیفوي غفلت په تور نيول شوي وو، موږ له ولسمشر منندیوی يوو چې د دغو سرتیرو د خوشې کولو فرمان یې هم لاسليک کړ.» بل لورته د چارو شنوونکي بيا د يادو امنيتي او دفاعي ځواکونو د خوشي کولو هرکلی کوي او زياتوي، دا یو ښه او مثبت ګام دی. د پوځي چارو شنوونکی علي وردګ وايي، هغه ۵۰۰۰ طالب بنديان چې له لويو جرمونو او وژنو سره سره خوشي کېږي، امنيتي او دفاعي ځواکونه او منسوبين تېروتنې او نيمګړتياوې هم بايد وبښل شي او له بنده خوشي شي. دی زياتوي، امنيتي او دفاعي ځواکونو د هېواد ساتنې لپاره ډېره قرباني ورکړې او د وظيفې پرمهال له هر چا تېروتنې کېږي. وردګ کليد ته وويل: «کله چې هغه طالبان چې خلک یې وژلي، جرمونه یې ترسره کړي، انفجار او انتحار یې کړی، خوشې کېږي، نو امنيتي او دفاعي ځواکونه چې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي بايد خوشي شي، يادو سرتيرو د افغانستان لپاره ډېره قرباني ورکړې او د دوی حق دی چې بايد خوشې شي.» ومو غوښتل په دې برخه د ملي امنيت شورا نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره په نظر اخیستلو بريالي نه‌شوو. جمهور رییس محمد اشرف غني د دغو سرتېرو د خوشې کولو فرمان پرون د هغو ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو له فرمان سره يو ځای لاسليک کړ چې د سولې پروسې پر وړاندې اصلي خنډ بلل کېده، د سولې مشورتي لویې جرګې تر پرېکړې وروسته يو شمېر رسنيو د ځينو معتبرو سرچينو له قوله خبر ورکړ چې د حکومت او طالبانو له لوري به مخامخ مذاکرات د روانې اګېسټ مياشتې په ۱۶مه پيل شي.
https://avapress.com/vdcbs0b5zrhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته