دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۳
د مطلب کود : 216566
د یاد ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د پچیراګام ولسوالۍ اړوند په ګیره خیلو سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستو برید کړی چې له امله یې شپږ محلي پولیس وژل شوي او پنځه نورو ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. خوږیاڼی وایي، په ورته وخت کې د لښکر اسلام په نوم وسله والې ډلې د نازیانو په ولسوالۍ کې د ملي اردو په امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې د ملي ارودو دوه سرتیري وژل شوي دي. د یو بل خبر له مخې وسله والو طالبانو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ځایي پاڅونکوونکو پر پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې شپږ ځایي پآڅونکوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید کړی چې پایله کې یې ۵ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

دا برید د پچیراګام ولسوالۍ ګریخیلو سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي په دې نښته کې ۳ طالب وسله وال هم وژل شوي او ۲ نور یې ټپيان دي.

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو څانګه وایي په یوه بله پيښه کې د نازیانو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لشکر اسلام تروریستي ډلې له لورې پر امنیتي پوستو بریدونه شوي چې پایله کې یې د سیمه ییزې اردو دوه منسوبین وژل شوي دي.

دا بریدونه داسې حال کې دي چې ولسمشر غني تیره ماښام د طالبانو د ۴۰۰ پاتې بندیانو د خوشې کیدو فرمان لاسلیک کړ او راتلونکې اونۍ کې په قطر کې بین الافغاني خبرې پيلیږي.
https://avapress.com/vdcb00b50rhb8sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته