کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني ـ کندهار پر لویه لار وسله والو غلو مسافر لوټلي

22 اسد 1399 ساعت 9:08

داسې ادعاوې هم شته چې یادو غلو پر یوې مېرمنې ډله‌ییز جنسي تېری هم کړی دی. د دغه ولایت د ولایتي شورا یوه غړي نصیر احمد فقیري هم رسنیو ته دا پېښه تایید کړې ده. د ځایي چارواکو په وینا، د دې پېښې په غبرګون کې لاریونوالو د څو ساعتونو لپاره دا لاره د موټرو پر مخ تړلې وه. وسله والو طالبانو هم دا مسله تایید کړې او خلکو ته یې ډاډ ورکړی چې ژر تر ژره به د یادې پېښې عاملین ونیسي. غزني د افغانستان هغه ناامنه ولایت دی چې د جګړو تر څنګ ورته پېښې هم پکې رامنځته کېږي.



د مطلب کود: 216574

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216574/د-غزني-کندهار-پر-لویه-لار-وسله-والو-غلو-مسافر-لوټلي

آوا
  https://www.avapress.com