د سرچینې په وینا، جمهور رییس غني بیا د غونډې ګډونوالو ته د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او د دې لپاره یې عملي هڅې او اقدامات کړي. هغه زیاته کړې چې هدف یې دا دی، څو جګړه په اساسي توګه پایته ورسېږي. نوموړي دا هم ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د بښنې فرمان له لاسلیک وروسته، نور باید په هېڅ پلمه د خبرو د پیلېدو مخه ونیول شي او ژر تر ژره دې دا بهیر پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د روانې زمري یا اسد میاشتې پر ۲۶مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره د قطر په پایتخت دوحه کې مخامخ خبرې وشي. افغان حکومت او طالبانو دواړو دغو خبرو ته چمتوالی ښودلی دی.