کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رییس غني: د افغانانو هیله‌مند دي چې ژر بین الافغاني خبرې پیل شي

22 اسد 1399 ساعت 9:11

اعلامیه څرګندوي چې د دغه پلاوي رییس معصوم ستانکزي دې ناستې ته په خبرو کې ویلي چې دوی به د مشورتي جرګې غوښتنو ته په پام د یو واحد ټیم په توګه د جمهوریت تر چتر لاندې له طالبانو سره په کېدونکو خبرو کې د ولس غوښتنو ته جدي پام وکړي.


د سرچینې په وینا، جمهور رییس غني بیا د غونډې ګډونوالو ته د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او د دې لپاره یې عملي هڅې او اقدامات کړي. هغه زیاته کړې چې هدف یې دا دی، څو جګړه په اساسي توګه پایته ورسېږي. نوموړي دا هم ویلي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د بښنې فرمان له لاسلیک وروسته، نور باید په هېڅ پلمه د خبرو د پیلېدو مخه ونیول شي او ژر تر ژره دې دا بهیر پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د روانې زمري یا اسد میاشتې پر ۲۶مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره د قطر په پایتخت دوحه کې مخامخ خبرې وشي. افغان حکومت او طالبانو دواړو دغو خبرو ته چمتوالی ښودلی دی.


د مطلب کود: 216580

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216580/جمهور-رییس-غني-د-افغانانو-هیله-مند-دي-چې-ژر-بین-الافغاني-خبرې-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com