کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چين هم د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو هرکلی وکړ

22 اسد 1399 ساعت 9:14

چين د افغان حکومت له لوري د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو هرکلی کړی او ټينګار يې کړی چې دغه ګام د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د باور فضا پياوړې کولای شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند يوې خبري غونډې ته ويلي، چين تله هڅه کړې د افغانستان د سولې په مسئله کې مثبت رول ولوبوي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند دغه راز په دې خبري غونډه کې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړو هرکلی کړی دی.

چين دغه راز پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او ژر تر ژره مخامخ بين‌الافغاني خبرې پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو هم د افغان حکومت له لوري د طالب بنديانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی.



د مطلب کود: 216581

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216581/چين-هم-د-۴۰۰-طالب-بنديانو-خوشي-کولو-هرکلی-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com