دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 216582
صديقي: د ۴۰۰ طالب بنديانو له منځه ۵۶ په اعدام محکوم شوي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ۴۰۰ طالب بنديانو له منځه ۵۶ يې پر اعدام محکوم شوي دي او دغه راز ۱۵۶ نور د نشه‌يي توکو په قاچاق تورن دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي رسنيو ته ويلي، د دې زندانيانو جرمونه لوی وو، له همدې کبله ولسمشر غني فکر کاوه چې د دې بنديانو د خوشي کولو واک نه لري.
خو د نوموړي په خبره، له هغه وروسته چې مشورتي لويې جرګې ولسمشر غني ته د دې بنديانو د خوشي کولو مشوره ورکړه، ولسمشر غني دغه حکم لاسليک کړ.
د روانې زمري میاشتې په ۱۹مه مشورتي لويې جرګې يو پرېکړه ليک صادر کړ او د دې پرېکړه ليک په لومړۍ ماده کې راغلي چې افغان حکومت دې افغانستان کې د سولې په هدف یاد ۴۰۰ طالب بنديان خوشي کړي.
افغان حکومت تر دې وړاندې هم ټينګار کاوه چې دا ۴۰۰ طالب بنديان په درنو جرمونو تورن دي خو طالبانو ټينګار درلود، تر هغې چې د لېست له مخې د دوی پاتې ۴۰۰ بنديان خوشي نه شي، چمتو نه دي بين‌الافغاني خبرې پيل کړي.
طالبانو ويل، دا د دوحې تړون يوه برخه ده او بايد عمل پرې وشي.
https://avapress.com/vdcjome88uqeviz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته