دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 216586
جنوبي ولایتونو کې د ګوزڼ ۳ نوې پېښې ثبت شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو د پروګرامو مسوولین وایي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ دا تازه پېښې د کندهار په ژیړۍ، د ارزګان په شهید حساس او د هلمند په باغران ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
په جنوب کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د بیړنیو اقداماتو د مرکز ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکاغږ اشنا ته ته وويل، د هلمند باغران او د ارزګان شهید حساس ولسوالۍ د دولت د مخالفو وسله والوتر ولکې لاندې دي چې د پوليو پرضد کمپاینونه له تېر یو نیم کال راهیسې پکې ندې تر سره شوي.
هغه وویل"په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د ګوزڼ یوه، یوه پېښه نن ثبت شوه چې کندهار کې د یوه کالنه ماشومه، په ارزګان ولایت کې ۱۱ میاشتنۍ ماشومه او په هلمند کې ۱۵ ماشتنی ماشوم هلک د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي، له دې نویو پېښو سره په جنوبي حوزه کې د ګوزڼ د ټولو پېښو شمېر ۲۶ ته ورسېد چې دا د ټول هیواد په کچه پدې سیمه کې د ماشومانو د روغتیا لپاره جدي ګواښ دي".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونسیف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه اشنا راډیو ته وويل چې له یوې خوا د ګوزڼ ضد کمپاینونو نه تر سره کیدل او ور سره پولیو دا نوي پېښې دا څرګنده وي چې د ماشومانو روغتیا له ستر ګواښ سره مخامخ ده.
ده وويل"د پوليو پرضد پيلیدونکې کمپاین ته باید کورنۍ ځانګړې پاملرنه وکړي او خپل ماشومان د دې خطرناکي ناروغۍ پرضد وقایه کړي مثبتي پېښي زیاتيږي او دا د زرګونو ماشومانو روغتیا ګواښي".
په جنوبي ولاینو کې له تیر یو نیم کال راهیسې ماشومانو ته واکسین ندی رسیدلی او په تیرو شپږو میاشتو کې د کرونا ناروغۍ هم پر دې بهیر خپل ځانګړی اغېز در لود.
پدې حوزه کې یو اعشاریه پنځه میلیونه ماشومان د ګوزڼ پرضد د واکسین لپاره هدف ټاکل شوی.
اوس مهال عامي روغتیا وزارت په کندهار او د جنوب په ځینو نورو ولایتونو کې د راتلونکې شنبې په ورځ د ماشومانو د ګوزڼ پرضد د واکسین د کمپاین د عملي کولو چمتوالی نیسي.
په جنوب کې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ پر ضد د بیړنیو اقداماتو د مرکز ریس ډاکتر پخلا وایي، دا کمپاین به د کندهار په پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې د څلورو ورځو لپاره تر سره شي چې په ترڅ کې به يې نږدې سل زره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې وقایه شي.
هغه وویل"د کرونا د ناروغۍ پر وړاندي د ټولو صحي تدابیرو په نظر کې نیولو سره به زموږ لومړنی کمپاین په شنبه په پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې تر سره شي او وروسته به ګام پر ګام نورو سیمو ته هم پراختیا پيدا کړي".
د ۲۰۲۰ عیسوي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۳۷ ته لوړ شوی چې ۲۶ پېښې يې یوازې په جنوبي ولایتونو کې دي.
د جنوبي ولایتونو په کچه ۸ پېښې په کندهار، ۱۱ په هلمند، ۳ په ارزګان او ۱ پېښه هم په نیمروز ولایت کې ثبت شوې.
تېر ۲۰۱۹ عیسوي کال په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۲۹ پېښې ثبت شوې وې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdj90x9yt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته